کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره داسلامي هیوادونو همکاریو دسازمان (اسلامي کنفرانس) ځانګړي استازي طارق علي بخیت ویلي چې د ښځو حقوق او د نجونو تعلیم هغه موضوع ګانې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت یې په اړه ژمنې کړې وې.
نوموړي دغه څرګندونې دیاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ددویمې ورځې ناستې ته کړې چې نن د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې پای ته رسیدلې ده.
هغه ویلي چې د ښځو حقوق او د نجونو تعلیم هغه موضوع ګانې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت یې په اړه ژمنې کړې وې.
طارق علي ویلي، د افغانانو د روښانه راتلونکي په موخه به دغه سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلو اړیکو ته ادامه ورکوي.
د یو خبل خبر له مخې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو له استازي سره هم د افغانستان په تړاو پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
دغه راز نوموړي په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له هغه پلاوي سره هم لیدلي چې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی دي.
د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن په اسلام اباد کې دیوې قطعنامې خپرولو سره پای ته ورسیده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










