[restrict paid=”true”]
ښرنه (پژواک، ٧ ورى ١٤٠١): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د يوې ديني مدرسې د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغې مدرسې (خديجه الکبرا) د بنسټ ډبره نن یکشنبه د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ په موټي خيلو کلي کې کېښودل شوه.
د يادې مدرسې يو ديني عالم مولوي عطا محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، پر يادې مدرسې ١،٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د سيمې اوسېدونکو له لوري ورکول کيږي.
هغه زياته کړه: “په ياده مدرسه کې به ٧ سوه نجونې دينې زده کړې کوي.”
دغه راز د کوټي خيلو سيمې قومي مشر خان محمد پژواک ته وويل چې پخوا په دې کلي کې د نجونو مدرسه نه وه خو اوس يې د جوړېدو چارې پيل شوې.
ده له شتمنو کسانو غوښتنه وکړه چې ددې مدرسې په جوړولو او نورو برخو کې ورسره همکاري وکړي.
په پکتيکا کې د خلکو لخوا د نجونو د يوې ديني مدرسې د جوړېدو چارې داسې مهال پيليږي چې څو ورځې وړاندې حکومتي مسوولانو له شپږم تولګي پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تګ تر امر ثاني پورې بنديز اعلان کړ.
[/restrict]
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن