ښرنه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د پکتیکا اوسېدونکي وايي، حکومت دې د دغه ولایت د مرکز ښرنې او ولسوالیو ترمنځ د غځېدلو لارو هغه برخې ورغوي چې د تېرو جګړو یا ورښتونو له امله ویجاړې شوې دي.
د دغه ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي جمعه الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت ګڼ شمېر سړکونه په وروستیو کلونو کې د جګړو او بیا د سېلابونو راوتلو له امله ویجاړ شوي دي.
هغه د بېلګې په توګه د پکتیکا- پکتیا سړک یاد کړ چې ډېره برخه یې جګړو او سېلابونو ویجاړه کړې او ترمیم ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، که حکومت د لویو لارو د ویجاړو شوو برخو او پلونو ترمیم ته پام وکړي او هغه تخریب شوي ځایونه چې اوس په کم لګښت رغېدلای شي، پاملرنه وکړي نو د پاتې سړکونو د ویجاړوېدو مخنیوی به وشي.
د ده په خبره، له مرکز ښرنې د مټاخان ولسوالۍ او له هغه ځایه بیا د پکتیا تر زرمت ولسوالۍ غېځدلی سړک ترمیم ته اړتیا لري، ځکه اوس چې یې ډېره برخه ویجاړه ده، خلک پرې د ۲۵ دقیقو مزل په یوه ساعت کې کوي.
د مرکز ښرنې یو اوسېدونکی سلمان هم وايي چې له مرکزه ولسوالیو ته غځېدلې لارې ترمیم ته اړتیا لري که دا کار و نه شي پاتې برخې به یې هم ویجاړې شي.
ده پژواک ته وویل، اوس امنیت د ډاډ وړ دی او دا ښه فرصت دی چې حکومت په ډېر کم لګښت ډېر سړکونه ورغوي.
د میدان وردګو اوسېدونکی چې د پکتیا له انګور اډې تر کابله لوی موټر چلوي، پژواک اژانس ته وویل، د نورو لاملونو تر څنګ د بار وړونکو موټرو ډېر بار هم سړکونو ته زیان اړولی دی.
نوموړی له حکومت غواړي چې د سړکونو د ویجاړو شوو برخو د ترمیم تر څنګ دي د بار وړونکو موټرونو د ډېر وزن د کنټرول په برخه کې ګامونه واخلي.
د پکتيکا د ټولګټو چارو رييس مولوي عادل پژواک خبرې اژانس ته وويل، په داسې حال کې چې امکانات کم دي خو ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي.
هغه زیاته کړه، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست د نوي حکومت په راتلو سره په خپلو شخصي امکاناتو د لویو لارو د پلونو او ویجاړو شوو ځایونو د ترمیم تر څنګ یو شمېر فرعي سړکونه هم جغل اندازي کړي دي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه، چي له دوی سره همکاري وکړي او د هيواد د ودانولو لپاره ور سره اوږه په اوږه کار وکړي.
د يادونې وړ ده چي موده مخکې د مرکز ښرنې او زرمت ولسوالي تر منځ د لويې لارې ترميم په موخه لومړنی سروې هم بشپړه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP