مزارشریف (پژواک، ۱۹ وري، ۱۴۰۱): د بلخ ولايت امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولايت په مرکز کې یې يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته يې سپارلی دی.
د ياد ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحی عابد پژواک ته وويل، ياد ۱۷ کلن ماشوم فردوس نومېږي چې دوه ورځې وړاندې له کابل ولایت څخه تښتول شوی و.
ده وويل: «دغه ماشوم دوه ورځې وړاندې د کابل اولسمې ناحیې اړوند شهرک طلایي سیمې څخه ښوونځي ته د تګ پر مهال تښتول شوی او بلخ ولایت ته راوړل شوی و او نن يوه بجه آزاد کړی شو.»
د تښتول شوي ماشوم پلار مزارالدین وایي، چې زوی یې دوه ورځې وړاندې چهارشنبې ورځ ښوونځي ته د تګ پر مهال ورک شوی و چې نن يې د بلخ امنیتي مسوولینو له لوري د ټيلفون له لارې د خپل زوی پیدا کیدو خبر ترلاسه کړ.
نوموړی وايي، له حکومت څخه هيله لري چې د دا ډول جناياتو ترسره کوونکو ته سزا ورکړي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن