[restrict paid=”true”]
میدان ښار(پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ امنیتي مسوولين وايي، په دې ولسوالۍ کې د کورنۍ شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.
د چک ولسوالۍ د استخباراتو رييس قاري تمیم پژواک خبري آژانس ته وويل چې پېښه تېره ورځ د دغې ولسوالۍ د ګوډه سيمې په ذوالفقار کلي کې رامنځته شوې.
ده وويل: “وژل شوی کس رفيع الله نومېږي او پرون شاوخوا درې بجې له خپل ورور سره شخړه کړې او د هغه له خوا په ډزو وژل شوی.”
تمیم زياته کړه چې رفیع الله لومړی ټپي و او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
نوموړي وويل، امنیتي ځواکونو سيمه کلابنده او د قاتل د نيولو هڅې پيل کړې دي؛ خو تر اوسه نیول شوی نه دی.
[/restrict]
Views: 772
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن