کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د تېر حکومت پر مهال د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې امر حاجي ورور اڅکزی د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د وسلهوالو موټرسایکلسپرو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د هغه کورنۍ ته یوه نږدې کس موسی کلیم پژواک ته وویل چې پر حاجي ورور اڅکزي نن یکشنبه سهار په کوېټه کې برید شوی دی.
هغه زیاته کړه، اڅکزی د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته کوېټې ته تللی و او له هغه راهیسې یې په دغه ښار کې ژوند کاوه.
د نوموړي په خبره چې د برید د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورسره نشته.