کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، په میدانوردګو او بدخشان کې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې ۲۷۴ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف شوي او د قاچاق په تړاو یې ۹ کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د میدانوردګو د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په اړوندو سیمو کې د یوه کشفي اقدام په پایله کې ۱۷۴ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ضبط کړي او د قاچاق په تړاو یې پنځه کسان نیولي دي.
دغه وزارت په یوه بل خبر کې ویلي چې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کشفي عملیاتو پر مهال د څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو توکو د قاچاق په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د نورو څېړنو او پلټنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.