ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ۱۷ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

کندهار کې ۱۷ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

author avatar
22 Apr 2022 - 10:50
کندهار کې ۱۷ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي
author avatar
22 Apr 2022 - 10:50

[restrict paid=”true”]

کندهار (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۱): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۱۷ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او دا کچه مخ په لوړېدو ده.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر جمال الدین عظیمي دا څرګندونې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له خوا د خوارځواکو ماشومانو پر کورنیو د خوراکي توکو د وېش پر مهال وکړې.

په دغو توکو کې د اوړو، غوړې او دال تر څنګ د مور او ماشوم لپاره خوراکي توکي هم شامل وو چې د ۷۹ خوارځواکو ماشومانو پر کورنیو ووېشل شول.

اعظمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا هغه کورنۍ دي چې په میرویس حوزوي روغتون کې یې د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه شوې او هماغه مهال ثبت شوې وې چې نن ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ده په خبره، دا مرسته به د هغوی د ماشومانو د خوارځواکۍ په ختمولو کې ګټوره تمامه شي.

هغه وویل: «د یوې سروې له مخې، په کندهار کې د خوارځواکو ماشومانو کچه ۱۷ سلنې ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې پخوا دا کچه ۱۳ سلنه وه.»

نوموړي په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچې د لوړېدو لاملونه تېرې جګړې، د لارو بندښت او خراب اقتصادي وضعیت وبلل.

خو ده وویل چې د همکارو موسسو په مرسته هڅه کوي، په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوی وکړي؛ هم د هغوی ښه درملنه وکړي او هم خوراکي توکي ورته ورسوي.

دی وايي، په دې لړ کې به په ولسوالیو کې هم له هغو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشي چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی عنایت الله د هغې کورنۍ سرپرست دی چې ماشومه لور یې په خوارځواکي اخته ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ماشومه لور په خوارځواکۍ اخته شوې چې پوره لس ورځې یې په میرویس روغتون کې بستر کړې وه او اوس یې روغتیايي وضعیت ډاډمن دی.

ده خوښي وښودله چې د خوړو نړیوال سازمان له خوا ورسره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

نوموړي وویل: «موږ ډېر غریبان یو، کار او روزګار نه راته پیدا کېږي؛ په ورځو ورځو د خوراک لپاره څه نه لرو؛ له همدې امله مې کوچنۍ لور تل ناروغه وه؛ مور یې شیدې نه درلودلې؛ له بازاره مې هم د شیدو اخیستلو وس نه درلود؛ اخر مې په میرویس روغتون کې بستر کړه، اوس شکر ښه ده.»

شاه محمد د کندهار بل اوسېدونکی دی چې څو موده مخکې پر خوارځواکۍ اخته زوی یې په میرویس روغتون کې بستر کړی و او اوس ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

ده هم پژواک ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې بېکاره دی او له همدې امله یې د خپلې کورنۍ غړو او ماشوم ته کافي خواړه نه شوای برابرولای.

ده زیاته کړه: «بېکاره یم؛ دومره وس نه لرم چې ماشوم ته شیدې او د خوراک نور شیان برابر کړم؛ د دغو خلکو یې کور ودان چې مرسته یې راسره وکړه.»

په کندهار کې په داسې حال کې د خوارځواکو ماشومانو د شمېر د ډېرېدو یادونه کېږي چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي هم له بېوزلۍ او غربت څخه کړېږي.

هغوی اندېښنه ښيي که د بې روزګارۍ ستونزه حل نه شي، نو نه یوازې ډېر ماشومان به په خوارځواکۍ اخته شي، بلکې د کافي خوړو د نشتوالي له امله به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

[/restrict]

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.