Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د جرمونو په تور ۳۱ کسان نیول شوي

زرنج (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ ): نیمروز کې ځايي سرچینې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۳۱ کسانو د نیولو او د پنځه ټنه تاریخ تېر او بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو  سوځېدو خبر ورکوي.

د نیمروز امنیر قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي عطاءالله مصطفی پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي منسوبینو تېره یوه اونۍ کې ۳۱ کسان د غلا، جګړې، اخلاقي فساد او د مسو د قاچاق په تور نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، د نیول شوو کسانو دوسیې یې د نیمروز د محاکمو ریاست ته سپارلې دي.

بلخوا، د نیمروز د عامې روغتیا رییس ملا عبدالرحمن عبدالله وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت د روغتیا کمیسیون له خوا هغه پنځه ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېر درمل چې راټول شوي وو، نن (دوشنبه، د لېندۍ ۱۲مه) د اړوندې ادارې د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې او د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ د ولایت مقام له لوري وسوځول شول.

هغه زیاته کړه، خوراکي توکو کې بیسکېټ، بېلابېل ډول جوسونه، مکروني، رب، بېلابیل کنسرو او نور او درملو کې مسکن، د تقویې شربتونه او نور شامل وو چې ځیني یې بې‌کیفیته او ځیني یې تاریخ تیر وو.

د نیمروز د عامې روغتیا رییس له سوداګرو وغوښتل چې د بې‌کیفیته درملو او توکو له واردولو ډډه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.