[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲ غوِیي ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په بلخ کې د تېرې ورځې د چاودنو طراح نیولی دی.
دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلې دي.
دی وايي: «زموږ امنیتي ځواکونو د عبدالحمید سنګریار په نوم کس چې د داعش فعال غړی او د پرونیو چاودونو طراح دی، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالي کې نیولی دی.»
هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل، بلخ، کندز او ننګرهار کې د بېلابېلو چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې ده چې د مزارشریف په یوه جومات کې چاودنې - چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی- ۱۲ کسان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP