کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی، چې د شوال میاشت په بیلا بیلو ولایتونو کې لیدل شوې، او یکشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د غویي په ۱۰مه، د شپې ناوخته پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلی چې سترې محکمې د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړې.
بلخوا د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلی، چې په فراه، غزني، کندهار او غور ولایتونو کې ولایتونو کې نن ۲۷ کسانو د شوال میاشت لیدلې او اړوند محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده، په دې اساس سبا یکشنبې (۱/ شوال۱۴۴۳ هـ ق) نېټه چې له (۱۴۰۱/۲/۱۱هـ ش) نېټې سره برابره ده د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
تر دې مخکې د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی و، چې ددغه هیواد په هیڅ سیمه کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او دوشنبې په ورځ به اختر وي.
دغه راز متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر، یمن، سوډان، اردن او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم دوشنبه د اختر ورځ اعلان شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP