نیلي (پژواک، ۳۰ ثور ۱۴۰۱): د دایکندي د کانونو او پترولیم آمریت چارواکي وايي، چې په دغه ولایت اوه نوي کانونه موندل شوي دي.
د دایکندي ولایت د کانونو او پترولیم آمر مولوی محیبالله شکیب، پژواک خبري آژانس ته وویل، په دایکندي کې د ډبرو کانونو د نویو اوه نورو ساحو په موندلو سره، په دغه ولایت کې د موندلو شویو کاني ساحې شمېر ۱۲ ته رسېږي.
هغه وویل، نوي موندل شوي کانونه د دغه ولایت په گیزاب، خدیر، اجرستان و پاتو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې سرب، مرمر ډبرې او ډبرو سکاره په کې شامل دي.
شکیب زیاته کړه، دغه کانونه د سرپرست حکومت تر راتګ مخکې، په ناقانونه ډول ایستل کېدل او قاچاق کېدل، خو اوسمهال د سرپرست حکومت په راتګ سره، په دغه ولایت کې په بشپړ ډول د قیمتي ډبرو او نورو کانونو د ناقانونه ایستلو او قاچاق مخه نیول شوې ده.
د ده د معلوماتو له مخې، اوسمهال یو کوچنی شرکت د دغه ولایت مرکز ولسوالۍ په «میش» کلي کې د مرمرو ډبرو د ایستلو جواز ترلاسه کړی، چې په نژدې راتلونکي به عملي چارې یې په رسمي توګه پرانېستل شي.
Views: 128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن