اسعد اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ ګنجګل سيمې خلک ادعا کوي چې له کلونو راهيسې له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.
دوی له حکومته غواړي چې مخابراتي خدمات دې ورته برابر کړي.
د یادې درې اوسېدونکي عادل پژواک ته وویل چې له پخوا راهیسې په سیمه کې يې پراختیايي پروژې تطبيق شوې نه دي.
دی وايي، خلک مخابراتي اسانتياوې نه لري او د ټیلیفوني اړيکو ټينګولو لپاره د ولسوالۍ مرکز او يا شاوخوا سيمو ته ورځي.
د ګنجګل درې یوه بل اوسیدونکي سجاد هم وويل: «په اوسنۍ زمانه کې مخابراتي اسانتياوې د خلکو مهمه اړتيا ده چې بايد پوره شي.»
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په ياده سيمه کې دې مخابراتي اسانتياوې برابرې کړي.
د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین هم د خلکو دا ستونزه مني او وايي چې د حل لپاره یې هڅې پيل کړې دي.
د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس صفتالله سجاد پژواک ته وویل چې د سرکاڼو ولسوالۍ پر ګنجګل دره سربېره، لسګونه نورې سيمې هم مخابراتي اسانتياوې نه لري.
ده وويل، حکومت سيمې ته تخنيکي او مسلکي کسان استولي او هڅه کوي چې ژر ټول خلک له مخابراتي اسانتياوو برخهمن شي.
هغه زياته کړه: «تخنيکي ټيم د اسعد اباد په ګډون له ۱۳۶ ډېرو سيمو ارزونه کړې او د نویو انتونو د جوړېدو پلان يې چمتو او اړوند وزارت او مخابراتي شرکتونو سره شريک کړی دی.»
نوموړي وویل چې د سرپرست حکومت په راتلو سره د دغه ولایت په چپې درې، دانګام او غازي اباد ولسواليو کې د سلام مخابراتي شبکې څلور غېر فعال سایټونه بېرته فعال شوي دي.