میمنه (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه تېر مازدیګر هغه مهال وشوه چې یو فيلډر موټر د قیصار ولسوالۍ په ارضلیک سیمه کې له سړکه ووت او چپه شو.
نوموړی وایي چې په دې پېښه کې دوه سړي مړه شوي او درې ښځې ټپيانې شوې دي.
محمدي د یاد موټر د چپه کېدو لامل د ارضلیک کلي د لارې خرابوالی ښودلی دی.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن