ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شبرغان کې د یوازېني تفریحي بڼ بیارغولو چارې پیل شوې

په شبرغان کې د یوازېني تفریحي بڼ بیارغولو چارې پیل شوې

author avatar
26 May 2022 - 14:51
په شبرغان کې د یوازېني تفریحي بڼ بیارغولو چارې پیل شوې
author avatar
26 May 2022 - 14:51

شبرغان (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د جوزجان د کرنې ریاست د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوازېني تفریحي بڼ (ځنګل‌باغ) د بیارغونې کار له پیلېدو خبر ورکوي.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس قاري‌عبدالله انصاري پژواک خبري اژانس ته وويل: «د تېر حکومت د مسوولینو نه پاملرنې له امله دغه باغ تر يوه بریده د ويجاړېدو په حال کې و چې د مخنیوي لپاره یې موږ اقدام وکړ او اوس مو د هغه بیا جوړولو لپاره یو شمېر کارکوونکي ګومارلي دي.»

هغه زياته کړه چې د یاد باغ بېرته جوړولو لپاره نږدې ۱۷۰ کسان په کار بوخت دي څو د بڼ تفریحي ځایونه او سړکونه بیا ورغوي.

هغه وايي: «دا چې دغه باغ پر ۴۰۰ جريبه ځمکه جوړ دی، نو په يو کال کې په کې بدلون راوړل امکان نه لري او موږ دغه پروګرام په څو کلونو کې عملي کوو، د نيالګيو ايښودو لړۍ مو د کب او وري په میاشتو کې پيل کړې وه او اوس کارګران د پارک پر احاطه او د باغ دننه کار کوي.»

هغه زياتوي چې په دغه بڼ کې ایښودل شوي نیالګي ټول د جوزجان ولايت د کروندګرو محصولات دي چې د پیسو په بدل کې ترې اخیستل شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې ياد پروګرام د کرنې وزارت د تدابيرو له مخې پلی کېږي چې د يو څه مودې لپاره به دوام ولري.

د سرچينې په خبره، د پارکونو دننه کار له بشپړېدو وروسته په پام کې ده چې د باغ دننه سړکونه او تر څنګ يې پلې لارې پاخه شي، څو د هغو کسانو لپاره چې دلته د چکر لپاره راځي، لازمې اسانتياوې برابرې شي.

هغه څرګنده کړه چې د باغ د انګړ د دېوال ‎جوړېدو کار بشپړ شوی او په پام کې ده چې راتلونکی کال د پارک دننه پلې لارې هم کانکرېټ شي.

هغه کروندګر چې په دې برخه کې کار کوي، وايي، د دوی د فعالیت په ترسره کولو سره به له یوې خوا چاپېریال او سیمه زرغونه شي او له بلې خوا ورته یوه اندازه پیسې هم ورکول کېږي.

د اسدالله په نوم یو کارګر وویل: «کله چې خبر شوم د ځنګل‌باغ بیا رغونې لپاره کسان ګوماري، دلته راغلم او اوس له ۲۰ ورځو راهیسې کار کوم.»

د هغه په ​​خبره، شبرغان ښار له ځنګل‌باغ پرته بل تفريحي ځاى نه لري.

ده یادونه وکړه چې په کب، وري او غويي مياشتو کې دا باغ د خلکو د ګڼې ګوڼې ځای دی او هر څوک ورته د تفريح لپاره راځي.

هغه زياته کړه چې د ورځې ٣٠٠ افغانۍ اخلي او د يوه وګړي په توګه خوښ دى چې هم پيسې ترلاسه کوي او هم د باغ په بيارغونه کې برخه اخلي.

هغه زیاته کړه: «خو یوه ۸ کسيزه کورنۍ يو، دوه زامن مې هم مزدوري کوي چې په ترلاسه شوو پیسو یې خپل ژوند تېروو.»

يوه بل کارګر اميرمحمد وویل چې له کلونو راهیسې د بزګرۍ کارونو له لارې د ژوند چارې پر مخ وړي.

هغه وویل: «د پسرلي په پيل کې د جوزجان ولايت له بېلابېلو سيمو او د سرپل او فارياب ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي هم له خپلو کورنيو سره دلته راځي او مېله کوي.»

نوموړی زیاتوي: «کله به مې چې لیدل باغ د ویجاړېدو په حال کې دی او ونې یې د اوبو کمښت له امله وچېږي، زړه به مې پرې خوږيده.»

هغه وویل چې دغه باغ لږ تر لږه ۸۹ کاله مخینه لري چې باید له منځه لاړ نه شي او زیاته یې کړه: «کله چې خلک دلته د تفریح لپاره راځي، ماشومان یې ونې او څانګې ماتوي چې دا ډول باید ونه کړي.»

د هغه په ​​وينا، اوس د ځنګل‌باغ جوړولو لپاره اقدامات ترسره شوي او د دغه باغ بڼه د بدلون په حال کې دی.

د شبرغان ځنګل‌باغ د دغه ښار شمال لوېديځ ته په ۷ کيلومترۍ کې پروت دی چې زرګونه مېوه لرونکي او بې ميوې ونې پکې اېښودل شوې دي.‎

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.