[restrict paid="true"]
هرات ښار (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت له خوا د هرات ګمرک د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، د سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په ګمرک کې فساد له منځه تللی او اوس په دغه اداره کې له سوداګرو او پانګوالو څوک پیسې نه شي اخیستلی.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال احمد سعید صدیقي پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل: «له هغه وخته چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د هرات په ګمرک کې د فساد ستونزه کمه شوې او سوداګرو او پانګهوالو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.»
نوموړي زیاته کړه، په ګمرکونو کې د قانون یو ډول پلي کېدو مسله په ملي کچه عملي شوې او دا کار د سوداګرو او پانګهوالو د کار او د دوی د سوداګریزو فعالیتونو د ښه والي لامل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د پانګهوالو او سوداګرو عمده ستونزه، د پیسو لېږد او بانکي حوالې موضوع ده چې اوسمهال د بانکونو له لارې خدمات کمزوري دي او اړتیا ده څو حکومت د سوداګرو لپاره د پيسو د لېږد او بانکي حوالو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوه يعقوب مشعوف هم پژواک سره خبرو کې وويل: «اوسنی نظام د خلکو د ارادې ممثل په توګه بايد د سوداګرو ستونزې او همدارنګه په بانکونو کې د پيسو کمښت مسله حل کړي او خپلې سیاستونه له نړیوالو غوښتنو سره سم مخ ته یوسي، څو په بانکونو کې د پیسو کمښت ستونزه حل شي.»
هغه زیاته کړه، اوسنی حکومت باید داسې تګلارې په پام کې ونیسي چې په څه ډول کولای شي په سیاسي او اقتصادي چارو په ځانګړي ډول د پیسو او بانکدارۍ په برخه کې، د پانګهوالو او عامو خلکو باور چې په تېرو وختونو کې له منځه تللی و، ترلاسه کړي.
په ورته مهال، د هرات ولایت د صنایعو او سوداګرۍ رییس انجینر زبیر دینپرور وايي: «په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته، په کلیدي او عایداتي ادارو کې بدلونونه د سوداګرو لپاره د ډېرو اسانتیاوو رامنځته کېدو لامل شوی.»
د دينپرور په وينا، د دغه ولايت د ګمرک له لارې له ټول افغانستانه د بېلابېلو توکو واردات او صادرات په عادي ډول روان دي او د سوداګرو فعاليتونه هم زیات شوي دي.
نوموړی ټینګار کوي چې سوداګر کولای شي په ټول هېواد کې له راغلي امنیت څخه په استفادې، له امنیتي اندېښنو پرته خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړي د عوایدو ډېروالي په اړه څرګنده کړه چې متشبثینو ته د جوازونو د وېش لړۍ چټکه شوې او د هرات ګمرک عوايد د نورو ولايتونو په پرتله مخ په ډېرېدو دي.
په ورته مهال، د هرات یوه سوداګر مهتابالدین پژواک ته وویل: «مخکې به مو چې کله د صنعت او سوداګرۍ ادارې یا ګمرک ته مراجعه کوله، ډېر به ستړي کېدو او ډېر پیسې به مو لګولې، څو د جواز یا هم خپلو وارد کړو توکو ستونزه هواره کړو؛ د زیاتو پیسو ترڅنګ یې ډېر وخت هم نیوه. اوس مهال کولای شو په دوو یا درېیو ورځو کې په دواړو ادارو کې خپل کار خلاص کړو او له پیسو ورکولو پرته اسناد ترلاسه کړو.»
د يادونې ده، د هېواد په ګمرکونو او په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې فساد د مخکنيو حکومتي چارواکو تر ټولو جنجالي ستونزه وه چې د هېواد ډېری عوايد غلا او شخصي جيبونو ته تلل.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن