اټلانټا (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د لنډ مهال اوربند له پای ته رسیدلو وروسته دواړو لورو پرېکړه کړې چې د اوربند تر بیا غځېدو به د یو بل پر ضد کوم اقدام نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوې پوستې ځانمرګی برید شوی و چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي وو.
د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان ترمنځ دغه لنډ مهال اوربند څه موده مخکې په کابل کې د افغان سرپرست حکومت په منځګړیتوب شوی و.
د امریکا غږ د راپور له مخې، په کابل کې د روانو خبرو اترو پر مهال دا پرېکړه هم شوې چې د جون میاشتې تر نیمایي پورې به دواړه لوري د اوربند غځولو په موخه بیا مذاکرات کوي.
د راپورونو له مخې، د لنډمهال اوربند پر مهال د پاکستان حکومت د تحریک طالبان ګڼ شمېر غړي او مشران له زندانونو خوشي کړي دي.
د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې پرون د دوشنبې په ورځ اوربند پای ته رسېدلی خو امکان شته چې بېرته وغځول شي.
د راپورونو له مخې، په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني مهم رول لوبولی دی.
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په رسمي توګه اعلان کړی و چې په کابل کې یې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان د خبرو کوربهتوب یې کړی دی.
د راپورونو له مخې، تحریک طالبان پاکستان له ملاکنډ ایجنسۍ، سوات او وزیرستان سیمو څخه د پوځ د ایستلو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 93
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP