ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان د اوربند پر غځولو خبرې کوي

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان د اوربند پر غځولو خبرې کوي

author avatar
31 May 2022 - 23:45
د پاکستان حکومت او تحریک طالبان د اوربند پر غځولو خبرې کوي
author avatar
31 May 2022 - 23:45

اټلانټا (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د لنډ مهال اوربند له پای ته رسیدلو وروسته دواړو لورو پرېکړه کړې چې د اوربند تر بیا غځېدو به د یو بل پر ضد کوم اقدام نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوې پوستې ځانمرګی برید شوی و چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي وو.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان ترمنځ دغه لنډ مهال اوربند څه موده مخکې په کابل کې د افغان سرپرست حکومت په منځګړیتوب شوی و.

د  امریکا غږ د راپور له مخې، په کابل کې د روانو خبرو اترو پر مهال دا پرېکړه هم شوې چې د جون  میاشتې تر نیمایي پورې به دواړه لوري د اوربند غځولو په موخه بیا مذاکرات کوي.

د راپورونو له مخې، د لنډمهال اوربند پر مهال د پاکستان حکومت د تحریک طالبان ګڼ شمېر غړي او مشران له زندانونو خوشي کړي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې پرون د دوشنبې په ورځ اوربند پای ته رسېدلی خو امکان شته چې بېرته وغځول شي.

د راپورونو له مخې، په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په رسمي توګه اعلان کړی و چې په کابل کې یې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان د خبرو کوربه‌توب یې کړی دی.

د راپورونو له مخې، تحریک طالبان پاکستان له ملاکنډ ایجنسۍ، سوات او وزیرستان سیمو څخه د پوځ د ایستلو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 93

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.