ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمودراقي ښار کې د کبانو د پلور بازار سوړ شوی 

محمودراقي ښار کې د کبانو د پلور بازار سوړ شوی 

author avatar
7 Jun 2022 - 15:00
محمودراقي ښار کې د کبانو د پلور بازار سوړ شوی 
author avatar
7 Jun 2022 - 15:00

محمودراقي (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): په کاپیسا کې د کبانو فارم لرونکي او د دغه ولایت د کرنې ریاست وایي، په مرکز محمودراقي ښار کې د کبانو د پلور بازار سوړ شوی دی.

عبدالصمد چې د پنجشېر اصلي اوسېدونکی او د کاپیسا مرکز محمودراقي په «علي خیلي» سیمه کې د کبانو د روزنې فارم لري، وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د کبانو د پلور بازار کمرنګه شوی دی.

هغه وویل، له خپله کاره خوښ دی او په کابل ښار کې د کبانو د پلور دوې نماینده‌ګۍ هم لري.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې یې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده.

د هغه په وینا، تېر کال یې د میاشتې له ۲۵۰ تر ۲۷۰ کیلوګرامه کبان پلورل، خو سږ کال د میاشتې شاوخوا له ۱۰۰ تر ۱۷۰ کیلوګرامه پلوري.

په محمودراقي کې د یوه بل فارم مالک عبیدالله وایي، سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله خپل فارم تړلی دی.

هغه له حکومته وغوښتل چې د کبانو روزنې له سکټور سره مرسته وکړي او د محصولاتو لپاره یې باراز پیدا کړي.

د کاپیسا د مرکز اړوند «کاکړ» سیمې اوسېدونکی عبدالرحیم هم وایي چې د کبانو د خوړو لګښت زیات دی، د کافي خوړو په رسولو کې له ستونزې سره مخ دي او د کبانو لپاره د اړتیا وړ خوړو پېرلو توان نه لري.

هغه وویل: «موږ څلور کاله مخکې د کبانو د روزنې کار پیل کړی، خو اوس د کبانو لپاره د خوړو له کمښت سره مخ یو.»

د کاپیسا ولایت د کرنې ریاست هم په دغه ولایت کې د کبانو د پلور بازار د سړېدو پخلی کوي.

خو ریاست بیا د دغه کار لامل کاپیسا ته د هېواد له نورو ولایتونو د کبانو واردات بولي.

د کاپیسا د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر خلیل‌الرحمن رحماني پژواک ته وویل، په یاد ولایت کې د کبانو د روزنې ۳۶ کوچني، منځني او لوی فارمونه شته چې شپږ فارمونه غیر فعال او ۳۰ نور یې بیا فعال دي.

نوموړي وویل، کاپیسا د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله د کبانو روزنې لپاره ښه ځای دی.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له فارم لرونکو د ملاتړ په موخه د مشورې ورکولو پروګرامونه جوړ کړي چې په عملي کېدو سره به یې د فارم لرونکو سترونزې هوارې شي.

نوموي دغه راز وویل، کرنې وزارت هم ژمنه کړې چې له شته امکاناتو په ګټنې سره به د کبانو د روزنې له حرفې ملاتړ وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.