Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې له پاکستانه راوړل شوې ۱۵ میله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د استخباراتو رياست وايي، د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې له پاکستانه راوړل شوي دوه کلاشینکوفونه، ۱۳ تومانچې او يوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.

د استخباراتو رياست پر ټويټر ليکلي چې دغه وسلې او مهمات له ګاونډي هېواد پاکستان څخه رالېږدول شوي او د پکتیا په مرکز ګردېز کې په یو ټانکر موټر کې په خورا مهارت ځای پر ځای شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې یاد ریاست وړمه ورځ ویلي وو چې امنيتي ځواکونو د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند په يوه کور کې يو راکټ، يو نارنجک، زرګونه بېلابېلې مرمۍ او نور مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.