ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي د بلخاب مشرانو ته: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د ملت منځ کې فتنې راپورته کړي

حنفي د بلخاب مشرانو ته: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د ملت منځ کې فتنې راپورته کړي

author avatar
27 Jun 2022 - 14:06
حنفي د بلخاب مشرانو ته: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د ملت منځ کې فتنې راپورته کړي
author avatar
27 Jun 2022 - 14:06

کابل (پژواک ۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزرا مرستیال د «بلخاب» له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت نه غواړي ملکي خلکو ته زیان واوړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ملت منځ کې «فتنې» راپورته کړي.

د تېرې جمعې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) ځیني راپورونه خپاره شول چې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او د یو ځایي هزاره توکمه قوماندان مولوي مهدي د پلویانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، مهدي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یوازېنی هزاره توکمه قوماندان و خو له څه مودې راهیسې ترې جلا شوی دی.

د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو: «څو ورځې وړاندې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل؛ دغو ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان په کې وو، عملیات پای ته ورسول.»

سرچينې لیکلي وو چې دغه عمليات لا هم د يادې ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو پاکولو په موخه له کوم خنډ پرته پر مخ روان دي.

د ریاست‌الوزرا مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د افغانستان د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې په لیدنه کې شریفي بلخابي د اهل تشیع ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې؛ ویې ویل چې د بلخاب خلک سوله خوښوي، هېوادپال دي او د هيڅ ډول ستونزو غوښتونکي نه دي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي: «د دې ستونزو اصلي عاملین هغه کسان دي چې له دې مسایلو ناوړه استفاده کوي.»

د ریاست‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي: «اسلامي امارت هیڅکله نه غواړي ملکي خلکو ته زیان واوړي، بلکې د اسلامي امارت نظام پالیسي دا ده چې د هيڅ هېوادوال پر وړاندې دریځ ونه نیسي.»

ده ویلي چې اسلامي امارت له ټولو افغانانو سره په ورورولۍ کې د ژوند تېرولو غوښتونکی دی او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ملت ترمنځ «فتنې» راپورته کړي.

Views: 354

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.