Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ځنګلونو پر وهلو بندیز ولګېد

پل‌علم (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): لوګر کې په داسې حال کې د ځنګلونو پر وهلو بندیز ولګول شو چې په دې وروستیو کې دا چاره ډېره شوې وه او خلک یې اندېښمن کړي وو.

په دې لړ کې تېره ورځ ۴ کسان هم نیول شوي چې د یاد ولایت په ازرې ولسوالۍ کې یې ځنګلونه وهلي وو او په نهو موټرو کې بار ونې یې د پلور لپاره نورو سیمو ته لېږدولې.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اړوند وزارت د حکم پر بنسټ په دغه ولایت کې د شنو ځنګلونو پر وهلو بندیز لګول شوی او هیڅوک یي نه شي وهلی.

هغه زیاته کړه چې سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.

د نوموړي په خبره، په دې لړ کې تېره ورځ د  لوګر په ازرې ولسوالۍ کې څلور کسان نیول شوي چې شنه ځنګلونه یې وهلي وو او په نهو موټرو کې بار کړې ونې یې نورو سیمو ته د خرڅلاو لپاره وړلې.

هغه وايي، له نیول شوو کسانو څېړنې روانې دي او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د لوګر اوسېدونکي د کرنې او مالدارۍ ریاست د دغه اقدام ملاتړ کوي، خو وايي چې دغه ریاست دې د زیانمنو شوو ځنګلونو د سمسورتیا لپاره هم کار وکړي.

د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سیمې یوه اوسېدونکي خیال ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوند ریاست دې د ځنګلونو نه وهلو پرېکړه په بشپړ جدیت عملي کړي او چا ته دې د ځنګلونو د وهلو اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د ځنګلونو وهل ډېر شوي، د ازرې په ګډون ځینو ولسوالیو کې په بې‌رحمۍ سره وهل کېږي او ونې یې نورو ولایتونو او هېوادونو ته قاچاق کېږي.

په ورته توګه د مرکز پل علم یو اوسېدونکی صدیق‌الله هم وايي چې د لوګر په خوښۍ، ازرې او څرخ ولسوالیو کې د ځنګلونو وهل روان دي او وهل شوې ونې د پلور لپاره نورو سیمو ته وړل کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، د کرنې او مالدارۍ ریاست دې د دغې چارې د مخنیوي ترڅنګ د زیانمنو شوو ځنګلونو د بیا رغولو لپاره هم ګامونه واخلي.

د یادونې ده چې له دې مخکې په پکتیا، پکتیکا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګول شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.