کابل (پژواک ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱) : د بلوچستان شیراني سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د یو شمبر افغانانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي.
پاکستانیو رسنیو خبرو ورکړی چې دا پیښه نن تر غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوې چې له راولپنډۍ څخه د سپرلیو یو.موټر کویټې ته روان و.
سرچینې زیاته کړې، د شیراني سیمه یاد موټر لاندې کندې ته لویدلی چې له امله یې ۲۰ تنه مړه او لس ژوبل شوي دي.
د بلوچستان حکومت ویلی چې په مړو شویو کسانو کې یو.شمیر افغانان هم شامل دي.
بلخوا په اسلام اباد پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې هم ویلي چې په قربانیانو کې افغانان هم شامل دي.
دوي ویلي افغان محصلین داختر رخصتۍ لپاره کورونو.ته روان وو.چې د پیښې ښکار شول.
Views: 91
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP