ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله د یو شمېر افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي

بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله د یو شمېر افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي

author avatar
3 Jul 2022 - 23:08
بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله د یو شمېر افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي
author avatar
3 Jul 2022 - 23:08

کابل (پژواک ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱) : د بلوچستان شیراني سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د یو شمبر افغانانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي.

پاکستانیو رسنیو خبرو ورکړی چې دا پیښه نن تر غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوې چې له راولپنډۍ څخه د سپرلیو یو.موټر کویټې ته روان و.

سرچینې زیاته کړې،  د شیراني سیمه یاد موټر لاندې کندې ته لویدلی چې له امله یې ۲۰ تنه مړه او لس ژوبل شوي دي.

د بلوچستان حکومت ویلی چې په مړو شویو کسانو کې یو.شمیر افغانان هم شامل دي.

بلخوا په اسلام اباد پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې هم ویلي چې په قربانیانو کې افغانان هم شامل دي.

دوي ویلي افغان محصلین داختر رخصتۍ لپاره کورونو.ته روان وو.چې د پیښې ښکار شول.

 

Visits: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.