کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱) پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې هېوادوالو ته د لوی اختر مبارکي ورکولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو له شپږم پورته ټولګي ژر تر ژره پرانیزي.
په یاد پیغام کې - چې د حامد کرزي د دفتر له خوا د چنګاښ په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوی - راغلي چې د هرې ټولنې ترقي او سوکالي د هغې ټولنې د وگړو په پوهې، علم او زیار پورې مستقیماً تړلې ده.
نوموړي ویلي: «د هېواد او خلکو د نجات او پر خپلو پښو درېدلو لپاره په هره برخه کې روزل شوو او تعلیم یافته ځوانانو (نجونو او هلکانو) ته اړتیا لرو؛ پر همدې اساس پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کوم چې په ټول هېواد کې نجونو او هلکانو ته د تعلیم د زمینې برابرولو ترڅنگ له شپږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پیل کړي.»
کرزي هېوادوالو ته خطاب کې زیاته کړې چې علم او پوهې ته خدمت، افغانستان ته واقعي او اساسي خدمت دی.
دغه راز هغه د نېکمرغه لوی اختر رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو مبارکي ورکړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه ورځې له خپلو کورنیو او دوستانو سره په خوښۍ او خوشالۍ تېرې کړي.
کرزی د نجونو له شپږم پورته ټولګیو د پرانیستو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې نن ګڼو هېوادوالو په ټولنیزو شبکو کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو لپاره «د نجونو- ښوونځي- پرانیزئ» په هشټک کارولو سره پراخ کمپاین پیل کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP