ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی: سرپرست حکومت دې د نجونو له شپږم پورته ټولګي ژر تر ژره پرانیزي

حامد کرزی: سرپرست حکومت دې د نجونو له شپږم پورته ټولګي ژر تر ژره پرانیزي

author avatar
8 Jul 2022 - 17:04
حامد کرزی: سرپرست حکومت دې د نجونو له شپږم پورته ټولګي ژر تر ژره پرانیزي
author avatar
8 Jul 2022 - 17:04

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱) پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې هېوادوالو ته د لوی اختر مبارکي ورکولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو له شپږم پورته ټولګي ژر تر ژره پرانیزي.

په یاد پیغام کې - چې د حامد کرزي د دفتر له خوا د چنګاښ په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوی - راغلي چې د هرې ټولنې ترقي او سوکالي د هغې ټولنې د وگړو په پوهې، علم او زیار پورې مستقیماً تړلې ده.

نوموړي ویلي: «د هېواد او خلکو د نجات او پر خپلو پښو درېدلو لپاره په هره برخه کې روزل شوو او تعلیم یافته ځوانانو (نجونو او هلکانو) ته اړتیا لرو؛ پر همدې اساس پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کوم چې په ټول هېواد کې نجونو او هلکانو ته د تعلیم د زمینې برابرولو ترڅنگ له شپږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پیل کړي.»

کرزي هېوادوالو ته خطاب کې زیاته کړې چې علم او پوهې ته خدمت، افغانستان ته واقعي او اساسي خدمت دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.