Language

د تخار خلک: د آی‌خانم تاریخي ښارګوټی د له منځه تلو په حال کې دی

تالقان (پژواک، ٢٣ چنګاښ ۱۴۰۱): د تخار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ای‌خانم تاریخي ښارګوټی د ناقانونه کېندنو له امله د له منځه تلو په حال کې دی، حکومت باید د دغه ښارګوټي څارنې او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د تخار ځیني خلک وایي، د آی‌خانم تاریخي او لرغونی ښارګوټی چې د دغه ولایت له خورا پخوانیو ودانیو څخه ګڼل کېږي او په دشت قلعه ولسوالۍ کې موقعیت لري، د دغه ښارګوټي ټولې لرغونې نښې او اثار په تېرو حکومتونو کې د سیمه‌ییزو زورواکانو له خوا لوټ شوي او دا ښارګوټی اوس د بشپړې نابودۍ په حال کې دی.

د تخار د دشت قلعه اوسېدونکي نظر محمد په دې اړه پژواک ته وویل، دغه ښارګوټی پخوا د زورواکو له خوا کیندل شوی او ځیني اثار یې غلا شوي دي.

هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ښارګوټي څارنې او ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د تخار د شت قلعه یو مدني فعال اسدالله زمری وایي، دغه ښارګوټی د اسکندر مقدوني له وخته پاتې دی او پکې شته ټول څېزونه د زورواکانو له خوا له هېواده بهر قاچاق شوي دي.

هغه د هېواد له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته غواړي څو د دغه لرغوني او تاریخي ښارګوټي بیا رغولو برخې ته پاملرنه وکړي او پکې د ناقانونه کیندنو مخه ونیسي.

په همدې حال کې، د تخار د اطلاعاتو او کلتور رييس انصارالله انصاري په داسې حال کې چې په تېرو حکومتونو کې د زورواکو له خوا د دغه ښارګوټي د لرغونو اثارو او نښو د لوټلو په اړه اندېښنه څرګندوي، خو وايي، له دې وروسته هېچا اجازه نه ورکول کېږي چې پکې لاسوهنه او کیندنې وکړي.

انصاري زیاتوي، د نوي حکومت له راتګ وروسته په دغه لرغوني ښارګوټي کې د کېندنو مخه نیول شوې او د ساتلو لپاره یې یوه امنیتي پوسته هم جوړه شوې ده.

په داسې حال کې دی چې د ای‌خانم لرغونی او تاریخي ښارګوټی د افغانستان په شمال کې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د امو او کوکچې سیند په څنډه کې پروت دی؛ دغه افسانوي ښارګوټی د اسکندر مقدوني له خوا له میلاده ۲۲۰۰ کاله مخکې جوړ شوی او د تاریخي او قیمتي اثارو لرلو له امله ډېر وخت د زورواکانو له خوا کیندل شوی دی.