اټلانټا (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱) : د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که د هلمند سیند اوبو کې یې بشپړ حق ورنه کړل شي، نو له افغانستان سره به یې اړیکې زیانمنې شي، خو کابل وایي په دې اړه شویو هوکړو ته ژمن دی، خو وچکالي ده او چې سیند کې اوبه نه وي له کومه ځایه یې ورکړي
دا په داسې حال کې ده چې ایران له کلونو راهیسې ادعا کوي چې افغان لوری په هلمند سیند کې د دوی حق اوبه نه ور پرېږدي، خو افغانستان بیا دا څرګندونې بې بنسټه بللې دي.
د ایران د فارس دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هلمند اوبو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
https://twitter.com/FarsNews_Agency/status/1552912337543233539?s=20&t=2cGmFDTW0ez7c8ugaoRs2Q
سرچینې زیاته کړې، په دې خبرو کې نوموړي ګواښ کړی چې که د هلمند سیند اوبو کې یې د حق مسئله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېز وکړي.
له دې مخکې ایراني رسنیو راپور وکړی و چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي خبرداری ورکړی چې هېواد یې د هلمند سيند کې له خپلې برخې اوبو نه تېرېږي.
بلخوا د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بيبيسي ته ویلي، دوی د ایران حق پر رسمیت پېژني خو که سیند کې اوبه نه وي له کوم ځایه یې ورکړي.
نوموړي زیاته کړې: "کومې هوکړې چې د ايران او افغانستان ترمنځ شته، هغو ته افغان لوری ژمن دی؛ په هغو کې موږ کوم کمی نه ګورو. البته د وچکالۍ له کبله افغانستان کې هم اوبه کمې شوې دي نو له کومه ځايه ايران ته اوبه ورکړو. په توافق کې هم راغلي، هغه مهال به ايران ته اوبه ورکول کېږي چې د افغانستان له اړتيا زياتې وي."
فارس خبري اژانس لیکلي، امیر عبداللهیان متقي ته ویلي: "که د هلمند اوبو کې د ایران د حق مسئله په جديت او چټکۍ هواره نه شي، نو په نورو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ به منفي اغېز وکړي."
ياد خبري اژانس د امیرخان متقي له قوله لیکلي چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دي او چې کافي اوبه وي نو هغه د ایران لوري ته پرېږدي.
د یادونې ده، د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی تېره میاشت د هلمند سیند پر اوبو خبرو لپاره ایران ته تللی وو.
د دغه وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم له سفر وروسته ویلي وو چې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو په اړه نوبتي غونډه کې د ایراني لوري له فشارونو سره - سره دوي حاضر نه شول چي د شوې هوکړي خلاف د ایراني چارواکو غوښتني ومني.
د ايراني لوري د هڅو په لړ کې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دغه هېواد د برېښنا د وزير په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی کابل ته ولاړ شي.
د یادونې ده، په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې د ايران او افغانستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ايران ته هر کال ۸۲۰ میليونه متره مکعبه اوبه بايد ورکړل شي. خو دا په هغه صورت کې چې په هلمند سيند کې په کافي کچه اوبه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP