جلالاباد (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د ښاري محکمې له لوري د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان د نامشروع اړيکو درلودلو په جرم په ٣٩-٣٩ دُرو وهل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رياست مطبوعاتي دفتر نن د زمري په ۱۰مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پرون د يکشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د ښاري محکمې د ديوان جزا له خوا درې کسان د نامشروع اړيکو درلودلو پر جرم محکوم شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاد مجرمین په یوه کور کې نيول شوي چې په قوماندانۍ کې د لومړنيو څېړنو پرمهال يې پر خپل جرم (زنا) اعتراف کړى، خو وروسته په قضايه جلسه کې منکر شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ياد کسان په يوه کور کې له محرم پرته اوسېدو له امله مجرم وپېژندل شول او تعزيراتي جزا ورکړل شوه.
سرچينه وايي، د ښاري محکمې قضايه جلسې د يادو کسانو ٣٩-٣٩ دُرو وهلو پرېکړه وکړه چې د مجرمینو له خوا هم ومنل شوه.
د مرافعه محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مجرمین پرون راوغوښتل شول او په عام محضر کې د ښاري محکمې د رييس مولوي امان حقاني له لوري هر یو کس ٢٥-٢٥ دُرې او د ښاري محکمې د جزا دیوان د رييس مولوی امین ګلاب امین له لوري هر یو ١٤-١٤ دُرې ووهل شول.
دغهراز د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون هم دغه موضوع پژواک ته تاييد کړه، خو په اړه يې نور جزئيات ور نه کړل.
Views: 718
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن