اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱) : د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او یوناما د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي دي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي.
دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په کابل ښار کې د وروستیو چاودنو له امله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د داعش ـ خراسان څانګې د دغو چاودنو د مسوولیت ادعا کړې ده.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د زمري په ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې پر یادو چاودنو د اندیښنې څرګندولو ترڅنګ ویلی چې دغو چاودنو د افغانستان د پلازمینې امنیت خراب کړی دی.
https://twitter.com/OIC_OCI/status/1556158567106887680?s=20&t=wDPhRf5nUtPDbkxo0aV2pw
دغه سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي چې د ورته چاودنو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام وکړي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم دغه چاودنې غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.
https://twitter.com/UNAMAnews/status/1556325999859613697?s=20&t=wDPhRf5nUtPDbkxo0aV2pw
یوناما زیاته کړې ده: "حاکم چارواکي باید د ورته بریدونو مخنیوی وکړي او په اړه یې شفاف او بشپړه تحقیقات وکړي."
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړي راپور ورکونکي او اروپايي ټولنې له سرپرست حکومت غوښتي چې د عاشورا د مراسمو نمانځلو د امنیت په برخه کې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې سبا ددوشنبې په ورځ په ټول هيواد کې د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ نماځل کیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP