ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي هېوادونو سازمان: د افغانستان حکومت دې د خلکو امنیت ټینګ کړي

د اسلامي هېوادونو سازمان: د افغانستان حکومت دې د خلکو امنیت ټینګ کړي

author avatar
8 Aug 2022 - 00:08
د اسلامي هېوادونو سازمان: د افغانستان حکومت دې د خلکو امنیت ټینګ کړي
author avatar
8 Aug 2022 - 00:08

اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱) : د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او یوناما د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي دي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي.

دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په کابل ښار کې د وروستیو چاودنو له امله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د داعش ـ خراسان څانګې د دغو چاودنو د مسوولیت ادعا کړې ده.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان  د زمري په ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې پر یادو چاودنو د اندیښنې څرګندولو ترڅنګ ویلی چې  دغو چاودنو د افغانستان د پلازمینې امنیت خراب کړی دی.

دغه سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي چې د ورته چاودنو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام وکړي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم دغه چاودنې غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

یوناما زیاته کړې ده: “حاکم چارواکي باید د ورته بریدونو مخنیوی وکړي او په اړه یې شفاف او بشپړه تحقیقات وکړي.”

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړي راپور ورکونکي او اروپايي ټولنې له سرپرست حکومت غوښتي چې د عاشورا د مراسمو نمانځلو د امنیت په برخه کې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا ددوشنبې په ورځ په ټول هيواد کې د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ نماځل کیږي.

Visits: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.