[/restrict]
اټلانټا (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د سوېلي افریقا اوسېدونکی د کرکټ مشهور لوبڅار روډي کرټزن د ۷۳ کلونو په عمر په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.
د کرکټ نړۍوالې شورا له خوا د زمري په ۱۸مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن د سوېلي افریقا پلازمېنې کیپ ټاون کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې هغه د ګلف په یوه لوبه کې له ګډون وروسته بېرته خپل کور ته پر لاره و چې په لاره کې یې موټر ټکر کړی دی.
د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې په دې پېښه کې د یاد لوبڅار په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن