منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ مشهور لوبڅار په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۰ کتنې · تازه شوی

[/restrict]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د سوېلي افریقا اوسېدونکی د کرکټ مشهور لوبڅار روډي کرټزن د ۷۳ کلونو په عمر په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

د کرکټ نړۍوالې شورا له خوا د زمري په ۱۸مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن د سوېلي افریقا پلازمېنې کیپ ټاون کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې هغه د ګلف په یوه لوبه کې له ګډون وروسته بېرته خپل کور ته پر لاره و چې په لاره کې یې موټر ټکر کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې په دې پېښه کې د یاد لوبڅار په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

د یادونې ده، کرټزن د ویسټ انډیز له یوه لوبڅار وروسته دویم کس دی چې په نړۍوال کرکټ کې یې په ډیرو لوبو کې لوبڅاري کړې ده.

د کرکټ نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې، کرټزن په ۱۰۸ ټسټ، ۲۰۸ یوه ورځنۍ او ۱۴ شل اووریزو نړۍوالو لوبو کې لوبڅاري کړې ده.

هغه په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې له کرکټ سره خدای پاماني کړې وه.

[/restrict . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.