Language

د تخار بڼوال: د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي

تالقان (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د تخار ولايت يو شمېر بڼوال وايي، د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي، خو د پلور لپاره يې د مناسب بازار نشتوالي اندېښمن کړي دي.

د دغه ولايت د دشت‌قلعه ولسوالۍ يوه بڼوال پهلوان صديق پژواک ته وويل، که څه هم د تېر کال په پرتله سږ کال د بادامو حاصلات ‎ډېر شوي، خو د پلور لپاره يې مناسب بازار نشته.

هغه زياتوي، تېر کال يې يو من بادام په ١٤٠٠ افغانۍ پلورل او سږ کال که څه هم د يو من بادامو بيه ١٦٠٠ افغانۍ ده، خو د ونو د افتونو ضد درملو د بیې لوړوالي له امله، خپل لګښتونه نه شي پوره کولای.

هغه له حکومته غواړي چې بهرنیو بازارونو ته د بادامو صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

login or register a new account.