تالقان (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د تخار ولايت يو شمېر بڼوال وايي، د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي، خو د پلور لپاره يې د مناسب بازار نشتوالي اندېښمن کړي دي.
د دغه ولايت د دشتقلعه ولسوالۍ يوه بڼوال پهلوان صديق پژواک ته وويل، که څه هم د تېر کال په پرتله سږ کال د بادامو حاصلات ډېر شوي، خو د پلور لپاره يې مناسب بازار نشته.
هغه زياتوي، تېر کال يې يو من بادام په ١٤٠٠ افغانۍ پلورل او سږ کال که څه هم د يو من بادامو بيه ١٦٠٠ افغانۍ ده، خو د ونو د افتونو ضد درملو د بیې لوړوالي له امله، خپل لګښتونه نه شي پوره کولای.
هغه له حکومته غواړي چې بهرنیو بازارونو ته د بادامو صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
د تخار ولايت بل بڼوال حامد قرلق پژواک ته وويل، سره له دې چې په دغه ولايت کې د بادامو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي، خو د پلور لپاره يې مناسب بازار او د ساتلو لپاره یې منظم ځای نشته.
هغه ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د دغه ولایت د بڼوالو حاصلاتو ته د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.
په تخار کې بل بڼوال جواد هجري وايي، تېر کال یې د بادامو له ۹ ونو څخه څلور منه حاصل ترلاسه کړی و، خو سږ کال یې د بادامو له ۹ ونو، ۹ منه بادام ترلاسه کړي دي.
په ورته وخت کې، د تخار یو مدني فعال عبدالله پویا په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو له زیاتوالي د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، سرپرست حکومت باید په دغه ولایت کې د بڼوالو د ونو په اصلاح او وده کې همکاري وکړي، څو دوی وکولای شي د بڼوالۍ له عصري لارو چارو سره په بشپړ ډول بلد شي او له خپلو حاصلاتو په ښه توګه ګټه پورته کړي.
بلخوا د تخار د کرنې رييس مولوي عبدالرحيم احدي پژواک ته وويل، څېړنې ښيي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د نورو حاصلاتو ترڅنګ د بادامو حاصلات هم دوه برابره ډېر شوي.
احدي که څه هم تاییدوي چې د بادامو د حاصلاتو په اړه کره معلومات نشته، خو زياتوي چې د کرنې رياست تل هڅه کړې څو له بڼوالو سره همکاري وکړي.
په ورته مهال، د تخار د سوداګرۍ او صنعت امر خالد حقجو له پژواک سره خبرو کې وويل، په دغه ولايت کې د باغ لرونکو د محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې هڅې روانې دي.
هغه وايي، کروندګر د خپلې اړوندې اتحادیې او سوداګرۍ امریت سره د همغږۍ له لارې دغه دفتر ته په مراجعه کولو سره کولای شي چې په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې د خپلو محصولاتو د پلورلو اسانتیا برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تخار د افغانستان په شمالختیځ کې یو له هغو کرنیزو ولایتونو شمېرل کېږي چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنیزو محصولاتو له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










