تالقان (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): محمد نظر چې له کلونو راهیسې د دودیزو وسایلو په کارولو سره دغه صنعت ژوندی ساتلی وایي، د اس یو زین صیقل کول او جوړول شاوخوا ۱۵ ورځې وخت نیسي څو د پلور لپاره چمتو شي.
د زین جوړولو صنعت د افغانستان په شمال ختیځ کې د وزلوبې او پهلوانۍ لپاره یو له مخکنیو او خورا مشهور صنعتونو دی چې اوس هم په تخار ولایت کې یو عایداتي کاروبار ګڼل کیږي.
محمد نظر چې خپله د دشت قلعه ولسوالی اوسېدونکی دی، دغه صنعت یې اوس هم ژوندی ساتلی او له همدې لارې د ژوند چارې پر مخ وړي.
هغه - چې یاد صنعت له خپل پلرونو ورته پاتې دی - پژواک خبري اژانس ته یې وویل، ۳۳ کاله کېږي چې د اس زین جوړولو صنعت په برخه کې کار کوي او له همدې لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP