ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یوه کونډه له حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي

کابل کې یوه کونډه له حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي

author avatar
23 Aug 2022 - 17:11
کابل کې یوه کونډه له حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي
author avatar
23 Aug 2022 - 17:11

کابل (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): کونډه ثریا چې د خپل عمر تر دوې لسیزې ډېره موده یې د ګرم تناره ترڅنګ او خلکو ته په ډوډۍ پخولو تېره کړې، هیله لري چې لوڼې یې زده‌کړې وکړي؛ هغه له حکومته غواړي څو هر څه ژر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

۵۰ کلنه ثریا، د کابل ښار د «افشار» سیمې اوسېدونکې ده چې د خپل کور د یوه کُنج په یوه خونه کې، تنور ایښی او هره ورځ د خپلو مشتریانو لسګونه ډوډۍ پخوي.

د ثریا خاوند ۲۱ کاله مخکې په یوه پېښه کې ومړ او له هغې وروسته نوموړې مجبوره شوه څو د کورني نانوایي په جوړولو سره، د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ اعاشه پرغاړه واخلي.

هغې په داسې حال کې چې خمیره یې د «رفیدې» پر مخ هواروله ویې ویل، له دې لارې خوره مه مره ژوند تېروي.

په داسې حال کې چې ډوډۍ یې په تناره کې پخوله، د تناره د لرګيو لوګي یې له سترګو اوښکې بهولې، د مخ پوستکي یې هم نسواري رنګ اخیستی و.

ثریا چې له کوم ځنډ پرته د خپلو مشتریانو ډوډۍ پخوله او خبرې یې هم کولې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې له دغه کاره ستړې شوې نه ده؟ ویې ویل: «مجبوریت او اقتصادي ستونزو اړ کړې یم چې دغه دروند کار هره ورځ د سهار له اوو د مازیګر تر درېیو بجو پورې ترسره کړم.»

دغه کونډه چې له خپلو څلورو اولادونو سره په یوه کرایي کور کې ژوند کوي، یوازې د کور میاشتنۍ کرایه یې ۳۰۰۰ زره افغنۍ کېږي.

ثریا د ډوډۍ پخولو له درکه د ورځې ۵۰۰ افغانۍ عاید ترلاسه کوي، خو د بیو د لوړېدو له امله، په ترلاسه کيدونکي عاید په ډېرې سختۍ سره د کور لګښت پوره کوي.

نوموړې زیاته کړه: «د جمهوریت پرمهال کار ښه و او ارزاني هم وه، خو اوس ډېره قیمتي ده، په ډېرې سختۍ سره خپل او د اولادونو لګښت پوره کوم.»

هغه وایي، د خاوند له مړینې وروسته یې ښه او خوشحاله ورځ نه ده لیدلې، مشر زوی یې ۲۰ کلن او ذهني ناروغ دی، دویم زوی یې په یوه ترافیکي پېښه کې په پښه معیوب شوی؛ خو دوه لورګانې یې روغې او د ښوونځي زده‌کوونکې دي.

هغه وایي: «ټولې ستونزې مې پر سر اخیستې دي څو لورګانې مې راحت کې وي او درس ووایي، څو ښه او روښانه راتلونکی ولري، زما په څېر در په دره او خاورې پر سر نه شي.»

ثریا هیله لري چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر پرانیستل شي او د دې د لوڼو په ګډون ټولې نجونې  خپلو زده‌کړو او درسونو ته دوام ورکړي.

ثریا د تېرو څلورو لسیزو جګړې د ځان او نورو کونډو د بدمرغۍ لامل بولي او هیله لري چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او نور هیڅ یوه ښځه د هغې په څېر بدمرغه نه شي.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.