ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله د ډبرو سکرو بیه ۶۲ سلنه لوړه شوې

کابل کې د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله د ډبرو سکرو بیه ۶۲ سلنه لوړه شوې

author avatar
24 Aug 2022 - 13:45
کابل کې د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله د ډبرو سکرو بیه ۶۲ سلنه لوړه شوې
author avatar
24 Aug 2022 - 13:45

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): یو شمېر کابل ښاریان د ډبرو سکرو د بیو له لوړوالي سر ټکوي، وایي د پېرلو وس یې نه لري او حکومت دې داسې طرحه جوړه کړي چې له مخې یې په کور دننه خلک په ارزانه بیه د ډبرو سکاره وپېرلی شي.

په دې وروستیو کې له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ډېر شوي او ترڅنګ یې په نړۍوال مارکېټ کې د دغه سون‌توکو د بیې لوړېدل او ځیني نور عوامل په هېواد کې د ډبرو سکرو د بیو د لوړوالي لاملونه بلل شوي دي.

د افغانستان د کانونو وزارت د روان کال د چنګاښ په اوومه ویلي و چې هره ورځ له افغانستان څخه له ۱۳۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي. دغه‌راز د مالیې وزارت هغه مهال ویلي و چې له ۱۳۹۷ کال راهیسې د یو ټن صادراتي ډبرو سکرو بیه ۹۰ ډالره وه، خو شل سلنه محصول ترې اخېستل کېده او اوس یې بیه ۲۰۰ ډالرو ته او محصول یې له شل سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړ کړی دی.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند مفتي عصمت‌الله برهان پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر تېر حکومت له يو ټن ډبرو سکرو ۸۰۰ افغانۍ او ۹۰۰ افغانۍ رویالیټي اخیسته، خو د اسلامي امارت په راتګ سره په لومړيو کې ۲۰۰۰ افغانۍ وه او اوس بيا د ډبرو سکرو کيفيت ته په پام ۳۵۰۰ او ۴۰۰۰ افغانۍ رویالیټي اخيستل کېږي.

د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، کابل کې تېر کال په زمري میاشت کې یو ټن د لوړ کیفیت لرونکي د ډبرو سکاره په منځنۍ کچه څه باندې ۹۶۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې د منځنۍ کچې بیه ۱۵۵۰۰ افغانۍ ده.

کابل کې د ډبرو سکرو بیې متفاوتې دي.

عبدالحکيم – چې د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د شهيد څلورلارې په سيمه کې له تېرو اوو کلونو د سون لرګي او د ډبرو سکاره پلوري – وايي چې تېر کال په همدې موده (د زمري میاشت کې) يو ټُن د لوړ کیفیت لرونکي سکاره په ۹زره افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس يې بيه ۱۵زره افغانيو ته لوړه شوې ده.

عبدالحکیم، د تېلو بیو د لوړېدو له امله د کرایې لوړوالی، د ډبرو سکرو د رویالیټي یا حق‌الامتیاز لوړوالی او پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې زیاتوالی، د دغو سون‌توکو د بیو د لوړالي لاملونه بولي.

د پژواک د راپورونو له مخې، تېر کال په زمري میاشت کې یو لیتر پټرول په ۷۰ افغانۍ او یو لیټر ډیزل په ۶۷ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس د یو لیټر پټرولو بیه ۸۵ او د یو لیټر ډیزلو بیه ۹۷ افغانۍ ده.

د عبدالحکیم په وينا، کابل ښار کې دا مهال په کافي اندازه د ډبرو سکاره شته، خو بيې يې لوړې شوې او په نړۍوال مارکېټ کې د بیو لوړوالي، په هېواد کې د ننه هم د ډبرو سکرو پر بیو اغېز کړی دی.

په نړۍوال مارکېټ کې د سکرو ډبرو بیه د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه څه باندې دوه نیم برابره لوړه شوې ده. د روان کال د جنورۍ په درېیمه په نړۍوال مارکېټ کې یو ټن د ډبرو سکاره په څه باندې ۱۵۷ ډالره پلورل کېدل خو د روانې اګست میاشتې په ۲۴مه په څه باندې ۴۱۷ ډالره پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ډبرو سکرو د ځینو پلورونکو په وینا، تر اوسه اوړی دی او ډېر خلک د مني په تله او لړم میاشتو کې د ژمي لپاره د سون‌توکي، لکه د ډبرو سکاره، لرګي او نور پېري او کېدای شي د تقاضا په لوړېدو سره یې بیې نورې هم لوړې شي.

د پژواک موندنې ښیي چې کابل کې د تېر کال په پرتله د لرګیو بیې هم لوړې شوې دي؛ تېر کال دې وخت کې د یو خروار بې‌پوسته بلوت لرګیو بیه ۷۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۸۰۰۰ افغانۍ شوې ده.

امان‌الله چې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په چهاراهي قنبر سيمه کې له تېرو پنځو کلونو د سون لرګي او د ډبرو سکاره پلوري، وايي چې سږ کال کابل کې د يو ټُن ډبرو سکرو بيه ۱۶۵۰۰ افغانۍ شوې، خو تېر کال په همدې موده کې د يو ټُن بيه ۱۰زره افغانۍ وه او له همدې امله د لرګیو بیه هم لوړه شوې ده.

امان‌الله وايي: «مشتريان کم دي، خلک مفلس دي او پېسې ورسره نشته؛ تېر کال مو ډېر مشتريان لرل، خو سږ کال مشتري ډېر کم دی؛ راځي بيه کوي يې او بېرته ځي؛ ځکه چې د سکرو ډبرو بیه ډېره لوړه ده.»

د ده په وینا، تېر کال یې تر دې وخته شاوخوا ۳۰ ټُنه د ډبرو سکاره پلورلي وو، خو سږ کال يې تر اوسه يوازې اته ټُنه پلورلي دي.

غلام‌عباس – چې د کابل ښار د شپاړلسمې امنيتي حوزې اړوند دشت‌برچي سیمه کې د ډبرو سکاره پلوري ـ وایي چې تېر کال يو ټن سکاره په نهه زره افغانۍ پلورل، خو اوس يې بيه ۱۵‌زره افغانیو ته لوړه شوې او ډېر خلک یې د پېرلو توان نه لري.

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د افشارو سیمې اوسېدونکی سید حبيب‌الله هم د ډبرو سکرو د بیې له لوړوالي سر ټکوي، وايي چې د اخېستو وس یې ځکه نه لري چې کار او بار نشته.

هغه زیاتوي: «په زرنج موټرسایکل د خلکو بارونه لېږدوم، تر څو اولادونو ته مې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، خو په دې کار سره دومره پیسې نه شم پیدا کولای چې په دې لوړه بیه زغال وپېرم. اوس خو پیسې نه ورته لرم، ژمي ته به یې بیې نورې هم لوړې شي؛ لرګي یو څه ارزانه دي، خو یو خروار زغال د دوو خروارو لرګیو ځای نیسي.»

دی وايي: «وروره! د ډبرو سکاره پاکستان ته ځي او دولت تجارت پرې کوي؛ اسلامي امارت بايد خپل ملت ته توجه وکړي، لومړی بايد ملت په اسايش کې وي او وروسته دې بيا تجارت وکړي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی ذبیح‌الله وایي: «زما په ګډون ډېر خلک په دې لوړو بیو نه شي کولای د ډبرو سکاره وپیري، له اسلامي امارت نه غواړو داسې یوه طرحه جوړه کړي چې په داخلي بازار کې د سکرو ډبرو بیې ټیټي شي او خلک یې په ارزانه تر لاسه کړي.»

دا موضوع مو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی راکړی.

Views: 187

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.