کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير وايي، له روسیې سره د تېلو اخیستو د موافقتنامې پر جزئیاتو کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به ورسره لاسلیک شي.
نورالدین عزیزي چې تېره اونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تللی و او تېره ورځ هېواد ته راستون شو، په خپل ویډیویي پیغام کې وایي، په روسيه کې يې د دې هېواد له مسوولینو سره ګټورې ناستې درلودې.
ده زياته کړې ده: «په کُلي ډول توافقات شوي دي. [د تېلو] د بيو په اړه بحث شوی او ان د بیو په اړه توافق شوی، خو دا مسایل دې ته پاتې دي چې موږ بايد يوه رسمي موافقه لاسلیک کړو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ټويټر پاڼه کې دغه راز راغلي چې عزيزي د کابل په هوايي ډګر کې په يوه مرکه کې ويلي: «خوشبختانه د نفتي توکو د بيې د تعيين په اړه توافق ته رسېدلي يو چې په نړيواله کچه د تېلو بيو زياتوالي ته په کتلو له انتظاره لرې و. مقابل لوري د نفتي توکو د بيو په اړه د افغانستان د پلاوي غوښتنې په اړه موافقه وکړه.»
ده زياته کړې، د دوی تخنيکي همکاران په روسيه کې دي او هلته به د موافقتنامې د جزئياتو په اړه تخنيکي بحثونه کوي.
د روسیي رسنیو تېره اونۍ ویلي و چې د افغانستان حکومت غواړي له روسیې څخه یو میلیون ټنه تیل واخلي.
له تېر کابو يو کال راهيسې په افغانستان کې د تېلو بيې لوړې شوې دي.
Views: 97
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن