بامیان (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر بامیان ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د تاریخي او لرغونو ځایونو پر ساتنې ټينګار وکړ.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه له یوه پلاوي سره د جمعې په ورځ بامیان ولایت ته سفر کړی و.
خیرخواه د خپل سفر موخه، په یاد ولایت کې له لرغونو سیمو لیدنه، د تاریخي ابداتو ساتنه او د ګرځندوی صنعت د امکاناتو ښه کېدل وباله.
په دغه سفر کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له بند امیر (د هېواد لومړنی ملي پارک)، د بودا له تاریخي ځایونو او د یاد ولایت له فرهنګي مرکزه لیدنه وکړه ویې ویل، تاریخي ځایونه او طبیعي جاذبې د هېواد د ملي پانګو په توګه مطرح دي.
هغه وویل، د ګرځندوی صنعت د خدمتونو ښه کولو لپاره باید په بامیان ولایت کې د پانګونې زمینه برابره شي او له لرغونو ساحو هم جدي ساتنه او مراقبت وشي.
له بلې خوا، د بامیانو والي عبدالله سرحدي په دغه ولایت کې د سراسري امنیت خبر ورکوي او وایي، په دغه ولایت کې د پانګهوالو د امنیت تامینولو لپاره چمتو دي.
د بامیان یو لرغونپوه نجیبالله احمدي په دې اړه وایي، دغه ولایت د هېواد په کچه له لرغونو او تاریخي سیمو څخه دی.
د هغه په خبره، بامیان له هغو اتو تاریخي ځایونو څخه دی چې د ملګرو ملتونو له فرهنګي سازمان (یونیسکو) لېست کې ثبت شوی دی.
هغه زیاته کړه، په بامیانو کې د بودایي دوران زرګونه مغارې، تاریخي ابدات او اسټوپې شته دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP