Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاناډا کې دوو بریدکوونکو ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

اټلانټا (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): په کاناډا کې دوو برید کوونکو  له چړو په استفادې لس کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

رویټرز اژانس د ځایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه پرون (یک‌شنبې) د کاناډا په ساسکاټچیوان ښار کې شوې ده.

د دغه ښار پولیسو ویلي چې برید کوونکو خلکو ته یاده مرگ ژوبله په ۱۳ بېلابېلو ساحو کې ور اړولې ده.

د ساسکاټچیوان ښار د پولیسو مشرې رسنیو ته ویلي، لومړی دوی ته له جیمز سمیټ سیمې د یوې پېښې په اړه ټیلېفون ورغی، خو لږ وروسته له نورو ساحو هم د ورته پېښو خبر ورکړل شو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.