اټلانټا (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): په کاناډا کې دوو برید کوونکو له چړو په استفادې لس کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
رویټرز اژانس د ځایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه پرون (یکشنبې) د کاناډا په ساسکاټچیوان ښار کې شوې ده.
د دغه ښار پولیسو ویلي چې برید کوونکو خلکو ته یاده مرگ ژوبله په ۱۳ بېلابېلو ساحو کې ور اړولې ده.
د ساسکاټچیوان ښار د پولیسو مشرې رسنیو ته ویلي، لومړی دوی ته له جیمز سمیټ سیمې د یوې پېښې په اړه ټیلېفون ورغی، خو لږ وروسته له نورو ساحو هم د ورته پېښو خبر ورکړل شو.
نوموړې د عیني شاهدانو له خولې زیاته کړې چې بریدګر ډاماین سندرسون او مایلیس سنډرسون نومېږي، ۳۰ او ۳۱ کلن دي او په یوه تور نیسان موټر کې ګرځېدل.
د هغې په وینا، په دغو بریدونو کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، بریدګر تښتېدلي او پټ شوي، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










