مزارشریف (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د عامه نظم لوا د پخواني قوماندان جنرال حسيبالله قريشي له کوره يې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري په دې اړه رسنيو ته وويل چې د دې قوماندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو تېره ورځ (جمعه) د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د تېر حکومت د عامه نظم لوا د پخواني قوماندان جنرال حسیبالله قریشي کور کې د وسلو یوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
وزیري زیاتوي چې په ترلاسه شوو وسلو کې دهشکه، ایګېس، راکټ، لاسي بمونه او نور مهمات شامل دي.
ده وويل چې د يادو وسلو په تور يو کس هم نيول شوى دى.
هغه زياته کړه چې نيول شوى کس د حسيبالله قريشي له نږدې کسانو دى او د هغه د کور ساتنه يې کوله.
که څه هم چې تېره اونۍ په بلخ کې د کورونو پلټلو عمومي عملیات ترسره شول خو وزیري وایي چې د ځینو سیاسي مسایلو په پار د سیاسیونو کورونه نه دي پلټل شوي.
Views: 1165
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن