ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د عامه‌نظم لوا پخواني قوماندان له کوره وسلې ترلاسه شوې دي

بلخ کې د عامه‌نظم لوا پخواني قوماندان له کوره وسلې ترلاسه شوې دي

author avatar
10 Sep 2022 - 16:01
بلخ کې د عامه‌نظم لوا پخواني قوماندان له کوره وسلې ترلاسه شوې دي
author avatar
10 Sep 2022 - 16:01

مزارشریف (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د عامه نظم لوا د پخواني قوماندان جنرال حسيب‎الله قريشي له کوره يې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري په دې اړه رسنيو ته وويل چې د دې قوماندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو تېره ورځ (جمعه) د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د تېر حکومت د عامه نظم لوا د پخواني قوماندان جنرال حسیب‌الله قریشي کور کې د وسلو یوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

وزیري زیاتوي چې په ترلاسه شوو وسلو کې دهشکه، ایګېس، راکټ، لاسي بمونه او نور مهمات شامل دي.

ده وويل چې د يادو وسلو په تور يو کس هم نيول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.