کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، ایران ته د سفر پر مهال د هغه هېواد چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن د (وږي ۲۲ مه) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې ایران ته د خپل وروستي سفر د پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، له خپل تخنیکي ټېم سره یې د سپټمبر له ۳مې تر ۱۱مې په (جي ۵) کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته سفر وکړ.
د روغتیايي ډلې (جي۵) په کنفرانس کې چې د ایران په کوربهتوب جوړ شوی و، د افغانستان، ایران، عراق، پاکستان او د روغتیا د نړۍوال سازمان استازو په کې ګډون کړی و.
د ساري ناروغیو مخنیوی او د غړو هېوادونو د روغتیايي برخو څېړل د دغه کنفرانس له موخو دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي: «د جيفایف اصلي موخه چې څو هېوادونه سره یو ځای کېږي، د ساري ناروغیو د خپرېدو او له یوه هېواده بل ته د لېږد په اړه یې خبرې کېږي؛ د بېلګې په توګه کرونا ویروس چې نړۍ یې ولړزوله، په همدې اساس نورې ډېرې ناروغۍ هم شته چې د نړۍ په کچه هېوادونه یې ننګولي دي.»
هغه وايي، د دغه کنفرانس غړي هېوادونه خپلې روغتيايي تجربې یو له بل سره شريکوي، څو د دې ډلې په هر غړي هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو کچه لوړه شي.
هغه زیاته کړه، د ایران هېواد ژمنه کړې چې له افغانستان سره د روغتیايي مرکزونو د جوړولو په ځانګړي ډول د زړه او نسایي او ولادي ناروغیو په برخو کې مرسته کوي او دغهراز د انلاین مشورو په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
عباد په داسې حال کې چې ویل یي، په خپل سفر کې یې په ايران کې له روغتيايي مرکزونو ليدنه کړې او د هغه هېواد چارواکو ورسره په هره برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، زياته کړه: «په بامیان کې د یوه روغتون د ودانۍ کارونه او د بل روغتون د کابل په افشارو کې نیمګړی پاتې دي چې ایران هېواد غواړي چارې یې بشپړې کړي.»
نوموړي د یوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې ايا په نسایي او ولادي برخه کې کومه سروې شوې او د ميندو د مړينې کچه څومره ده؟ وویل، د تېر یوه کال په جریان کې يو ميليون زېږونه شوي چې له دې ډلې ٥٨٤ ميندې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه د مخکې په پرتله کمه شوې ده.
نوموړی دغهراز وايي، د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کې د نسايي او ولادي او زړه ناروغيو په برخه کې يو انسټيټوت جوړ کړي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست په هېواد کې د خوارځواکۍ د شمېرو په اړه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، په هېواد کې شاوخوا ٤٥٠زره کسان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له دې ډلې یې ۱۰۰زره کسان په ښه روغتيايي وضعيت کې نه دي.
نوموړی زیاتوي، د شري ناروغي د عامې روغتیا وزارت تر کنټرول لاندې ده او دغه وزارت په پام کې لري چې په دې برخه کې د پوهاوي کمپاین پیل کړي.
سرچينې د ښځينه ډاکټرانو کموالی بنسټیزه ستونزه وبلله، خو د جزئياتو له ورکولو پرته يې وويل چې د دغې ستونزې د هواري لپاره يې اقدامات ترسره کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP