ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د ښځو مارکېټ هټۍوالې وايي، کاروبار يې تر پخوا ښه شوی

خوست ښار کې د ښځو مارکېټ هټۍوالې وايي، کاروبار يې تر پخوا ښه شوی

author avatar
18 Sep 2022 - 16:49
خوست ښار کې د ښځو مارکېټ هټۍوالې وايي، کاروبار يې تر پخوا ښه شوی
author avatar
18 Sep 2022 - 16:49

خوست ښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): په خوست کې د ښځينه پانګه‌والو لپاره د جوړ شوي سوداګريز مارکېټ يو شمېر هټۍوالې وايي، د مخکې په پرتله يې کاروبار ښه شوی او تر دې دمه له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي.

دغه سوداګريز مارکېټ چې د خوست ښار لويديځ لورته په ازادۍ مېنې ښارګوټي کې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای‌ار‌سي) له خوا په دوو پوړونو کې د تېر نظام پر مهال جوړ شوی، ټولټال ۱۰۸ هټۍ او ۵۶ غرفې لري.

مسوولين وايي، د دغه مارکېټ ټولې هټۍوالې ښځې دي او له ښځو پرته بل چا ته د ورتللو اجازه هم نشته.

عايشه يوه له دغو پانګه‌والو ده چې له تېرو دوو کلونو راهيسي په یاد سوداګريز مارکېټ کې د بنجاره او د ښځو اړتیا اړوند ځینو نورو توکو هټۍ لري.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، په لومړيو کې هره ورځ د ګوتو په شمېر ښځې د توکو پېرلو لپاره ورتلې، خو په دې وروستيو څو مياشتو کې يې کاروبار وده کړې ده.

نوموړې زياته کړه، دغه سوداګريز مارکېټ ته د خوست له بېلابېلو سيمو هره ورځ ګڼ شمېر مېرمنې ورځي او د خپلې خوښې وړ توکي پېري.

هغې وويل: «دلته نه کوم مشکل شته، نه کوم چا ته ضرر رسېږي؛ زموږ سودا ډېره ښکلې روانه ده، هغه ښځې چې بازار ته نه شي تللې، کولای شي دلته راشي او په ښه بيه سامان واخلي.»

بي‌بي يوه له هغو مېرمنو څخه ده چې د خوست مرکز اړوند له مټه‌چينې سيمې دغه سوداګريز مارکېټ ته ورغلې او د خپلې خوښې اړتيا وړ توکي پېري.

هغې پژواک اژانس ته وويل: «دغه مارکېټ ته چې زه راځم هر شی پيدا کېږي، ښه په امن کې هم دی او د هر څه سودا په کې شته، بېخي سړي شته نه، د لسو کالو هلک هم نه راپريږدي.»

د یاد مارکېټ مشرې نرګس بيا پژواک ته وويل، له دوی سره وېره وه چې د طالبانو په راتګ سره به دغه مارکېټ وتړل شي، خو هغوی برعکس د همکارۍ ډاډ ورکړی او د دوی له کاروبار سره يې کوم مخالفت نه دی څرګند کړی.

هغې وويل چې په ياد مارکېټ کې د ښځو د اړتيا وړ هر ډول توکي پيدا کېږي او خلک کولای شي له دې ځايه يې ترلاسه کړي.

نوموړې وايي: «انشاالله زموږ مارکېټ ډېر په امن کې دی او ښکلی روان دی، ښه په عزت کې دی، هيڅ کومه ستونزه موږ ته نشته؛ سودا ښه کېږي، ښځې له متون، عليشېرو او نورو ځايونو څخه راځي. ښځې په ازاد ډول دلته راځي او خپلې سوداوې کوي، هيڅ مشکل نشته.»

په ورته مهال، د خوست ښاروالۍ رياست د څلورمې ناحيې مدير مولوي عبدالوهاب پژواک اژانس ته وويل چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د ياد سوداګريز مارکېټ فعاليت ډېر کمزوری و، خو د دوی په راتګ سره يې پراختيا موندلې ده.

هغه وويل، د هڅه کوي چې د ښځو د کاروبار کچه پراخه شي او په دې برخه کې پر يوه پلان هم کار روان دی.

ده زياته کړه: «په کومه ساحه کې چې زموږ فعاليت روان دی، په هغه کې د ښځو مارکېټ موجود دی چې په تېر جمهوريت کې جوړ شوی و او فعاليت يې ډېر کمزوری و. د امارت په راتللو سره په دا باندې موږ کار شروع کړ، زياته توجه موږ دې مارکېټ ته کړې ده، ځکه چې د ښځو لپاره يو د کاروبار زمينه برابره شي.»

نوموړي همدا ډول وويل، دوی وخت په وخت له ياد مارکېټ څخه ليدنه کوي او که کومه ښځه د خپل کاروبار په برخه کې څه ستونزه ولري، په لنډ وخت کې ورته د حل لار لټوي.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.