اټلانټا (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره یې د خپل يوه وګړي د خلاصون لپاره سختې پرېکړې کړې دي.
راپورونه ښيي چې امریکایي وګړی مارک فرېرېکس چې شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې طالبانو نيولی و، د وږي په ۲۸مه طالبانو ته له نږدې کس بشر نورزي سره په تبادله کې خوشی شو.
د راپورونو له مخې، حاجي بشر نورزی د کندهار يو ملي سوداګر او د اسلامي امارت له مهمو کسانو دی چې په ٢٠٠٥ کال کې په امريکا کې "د نشهيي توکو د قاچاق" په تور ونيول شو چې بيا وروسته د يوې امريکايي محکمې له لوري د عمري قيد پر سزا محکوم کړل شو.
له سپینې ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بایډن د فرېرېکس کورنۍ ته ټېلېفون وکړ او د هغه د ازادېدو زېری یې ورکړ.
بایډن د فریرېکس کورنۍ ته ویلي چې هغه له ۳۱ میاشتو زندان وروسته خوشی او کور ته روان شوی دی.
هغه د خپل حکومت له چارواکو او اتحادي هېوادونو مننه کړې چې د نوموړي په خوشي کولو کې یې مرسته کړې ده.
د امریکا ولسمشر ویلي چې د فرېرېکس د ازادۍ لپاره یې په مذاکراتو کې سختې پرېکړې کړې دي.
بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي چې بشر نورزی له یوه امریکايي وګړي “مارک فریرېکس” سره په تبادله کې راخوشى شوی چې دغه اقدام له امريکا سره د اړيکو نوى باب دی.
هغه زیاته کړه، حاجي بشر نورزي چې اوولسنیم کاله یې د امریکا متحده ایالتونو په زندان کې تېر کړل خو د اسلامي امارت د هڅو په پايله کې نن د کابل په هوايي ډګر کې دوى ته وسپارل شو.
متقي دا هم وویل چې نن یې د کابل په هوايي ډګر کې له هغه امریکايي پلاوي سره چې بشر نورزی یې ورته تسلیم کړ، پر ځينو نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
د امریکا له خوا خوشي شوي بشر نورزي وويل چې له امریکايي وګړي سره د هغه تبادله به د افغانستان او امریکا ترمنځ د سولې وسیله وګرځي.
هغه پر نړۍوالو غږ وکړ چې له اسلامي امارت سره خبرو ته کېني او له همدې لارې مسایل حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP