ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بایډن: د مارک فرېرېکس خوشي کولو لپاره مو سختې پرېکړې وکړې

بایډن: د مارک فرېرېکس خوشي کولو لپاره مو سختې پرېکړې وکړې

author avatar
20 Sep 2022 - 01:46
بایډن: د مارک فرېرېکس خوشي کولو لپاره مو سختې پرېکړې وکړې
author avatar
20 Sep 2022 - 01:46

اټلانټا (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره یې د خپل يوه وګړي د خلاصون لپاره سختې پرېکړې کړې دي.

راپورونه ښيي چې امریکایي وګړی مارک فرېرېکس چې شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې طالبانو نيولی و، د وږي په ۲۸مه طالبانو ته له نږدې کس بشر نورزي سره په تبادله کې خوشی شو.

د راپورونو له مخې، حاجي بشر نورزی د کندهار يو ملي سوداګر او د اسلامي امارت له مهمو کسانو دی چې په ٢٠٠٥ کال کې په امريکا کې "د نشه‌يي توکو د قاچاق" په تور ونيول شو چې بيا وروسته د يوې امريکايي محکمې له لوري د عمري قيد پر سزا محکوم کړل شو.

له سپینې ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بایډن د فرېرېکس کورنۍ ته ټېلېفون وکړ او د هغه د ازادېدو زېری یې ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.