د جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، وروستیو سېلابونو یې څاګانې او کارېزونه له منځه وړي چې له امله یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.
دوی له حکومت او مرستندويه ټولنو غوښتنه کوي چې د دې ستونزې حل په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي خو ځايي چارواکي وايي، دا د ولايت په کچه ستونزه ده او د حل لپاره يې کار کوي.
د سپین غر ولسوالۍ د میدانک کلي يوه اوسېدونکي حکمت الله پژواک اژانس ته وویل، وروستیو سېلابونو سخت ځپلي، د دوی کارېزونه او د اوبو څاګانې یې له منځه وړي چې د کرکیلې کمېدو ترڅنګ یې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ګران شوی دی.
يو بل ځايي اوسېدونکي تفسيرخان هم له حکومتي مسوولینو او له خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د یادې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د اوبو څاګانې جوړې او د خلکو ستونزې حل کړي.
هغه زياته کړه: «په سپین غر ولسوالۍ کې خلک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، په زیاتره کلیو کې هېڅ څاګانې نشته او خلک مجبور دي چې یو يا یونیم کیلومتر پلی مزل وکړي او اوبه ترلاسه کړي.»
د ځایي خلکو په خبره، د وروستیو سېلابونو له امله په یاده ولسوالۍ کې د څښاک اوبه ککړې شوې چې له امله یې ځيني خلک د اسهالاتو په ناروغۍ اخته شوي هم دي.
د سپین غر ولسوالۍ د شډل بازار یوه اوسېدونکي رحمت الله هم وویل، اوسمهال یې د کورنۍ یو غړی د اړتیا وړ پاکو اوبو راوړلو ته ځانګړی کړی چې له نږدې دوه کیلومتر پلي مزل وروسته اوبه کور ته راورسوي.
بلخوا په ختیځ کې د اوبو رسولو ادارې رييس نديع الله نیازی پاکو اوبو ته د خلکو نه لاسرسي ستونزه ټول شموله بولي او د حل په برخه کې یې د اقداماتو خبره کوي.
هغه پژواک ته وويل: «د ننګرهار له ځینو ولسوالیو سربېره د ختیځ په نورو ولایتونو کې هم پاکو اوبو ته د خلکو نه لاسرسي ستونزه موجوده ده او په دې برخه کې د اوبو رسولو اداره په پوره توان سره کوښښ کوي چې خلکو ته د پاکو اوبو رسولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.»
په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي، د بېلابېلو موسسو په مالي لګښت يې هڅې پيل کړې چې په ولسواليو کې د زخيرو په جوړولو سره د څښاک اوبو ستونزه حل کړي.
له سپین غر ولسوالۍ سربېره د ننګرهار خوږیاڼي، حصارک، شېرزاد، پچیراګام، کوټ، بټيکوټ، نازیان، سرهرود او مومندره هم هغه ولسوالۍ دي چې اوسېدونکي یې د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP