جلال اباد (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په سپينغر ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د نږدې ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړولو او د سېلاب له امله د يوې تخريب شوې سيمې د بيارغولو چارې پيل شوې.
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه وايي، له دغو پروژو به شاوخوا لس زره کورنۍ په مستقيم ډول او د نږدې اوو ولسواليو خلک په غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.
د يادو پروژو د بنسټ ډبره پرون کېښودل شوه او په درېيو مياشتو کې به بشپړې شي چې لږ تر لږه ۳۰۰ کسانو ته پکې د لنډمهاله کار زمينه هم برابره شوې ده.
په ختيځ کې د سويډن کمېټې د رغنيزو پروژو مسوول انجينر محمد ديدار نجيب وويل، د پاکو اوبو رسونې پروژه به د سپینغر ولسوالۍ په اسدخېلو کلي کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.
دى وايي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د خطر راټیټولو پروژه کې به په چهلګزي سیمه کې د سړک هغه برخه جوړه شي چې وروستیو سېلابونو ویجاړه کړې ده.
هغه زياته کړه، د سړک پر دغې برخې د ٧ ولسواليو خلک تګ راتګ کوي.
دی زياتوي: «دا پروژې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداري له لوري تمویلېږي او سویډن کمېټه یې عملي کوي. دا پروژې به د سپينغر ولسوالۍ اړوند سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.»
په ورته وخت کې، د سپینغر ولسوالۍ قومي مشر ملک سیال مامور وایي، د سویډن کمېټې د پروژو تطبیق معیاري او کمساری دی.
د سيمې يوه بل قومي مشر ډاکټر عصمتالله شينواري وويل، د اسدخېلو سيمې خلک د اوبو له نشتوالي ډېر کړېدل، په کيلومټرونو يې د پاکو اوبو پيدا کولو لپاره مزل کاوه خو اوس به يې دغه ستونزه حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پژواک اژانس يو راپور خپور کړی و چې د ننګرهار د سپينغر ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن